ایکنانیوز د العمق په حواله راپور راکړی،د مراکش د اوقافو او اسلامي چارو وزیر احمد التوفیق، وویل: دا وزارت هڅه کوي چې د بېسوادۍ د له مینځه وړلو په پروګرامونو کې د ګډون کوونکو له ۷۵ زرو څخه زیاتو مېرمنو لخوا لیکل شوی یو ځانګړی قرآن په بشپړ او بېعېبه بڼه وړاندې کړي.
هغه زیاته کړه: د مراکش د قرآني مکتب خانې پروګرامونو کې د مېرمنو د ګډون کچه له ۷۰ سلنې څخه زیاته ده او د دوی شمېر له دوه لکه پنځوسو زرو کسانو څخه اوښتی دی.
التوفیق وویل: د مراکش د اوقافو وزارت شمېرې ښئي چې د جوماتونو د بېسوادۍ د له منځه وړلو په پروګرامونو کې ډېری ګډونوال د قرآن حافظان دي او د دغه پروګرامونو اصلي موخه د قرآن تلاوت اسانه کولو لپاره د لوستلو زدهکړه ده.
د دغه وزارت د اعلان له مخې، له ۷۵ زرو څخه زیاتو مراکشي مېرمنو د دې قرآن په لیکلو کې، چې له ۷۷ زرو کلمو څخه جوړ دی، همکاري کړې ده. دا قرآن له «محمدي مصحف» سره سم، چې د مراکش د « شپږم محمد» د قرآن د خپرولو بنسټ لخوا تائید شوی او د دغه هیواد د اوقافو وزارت تر څارنې لاندې لیکل شوی دی.
د «محمدي مصحف» یوه نسخه په ۲۰۱۵ کال کې د رمضان المبارک د درسونو د پرانیستې په مراسمو کې د مراکش پاچا شپږم محمد ته ډالۍ شوې وه.
دا قرآن د مراکشي ګلدوزۍ او ګلدارو نقوشو سره سینګار شوی او یو ځانګړی ورېښمین جلد لري.
https://iqna.ir/fa/news/4303605